ads

په سوریه کې د ترکیې پیل شوي عملیات ودرول شول

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبر ورکوي چې په سوریه کې د سولې چینې تر سرلیک لاندې د ترکیې پیل شوي عملیات د مسکو او ترکیې د تازه هوکړې پر بنسټ پای ته ورسېدل. لاوروف تېره ورځ د روسیې په سوچي ښار کې خبریالانو ته په خبرو کې دغه مطلب بیان کړ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 لړم 1398
په سوریه کې د ترکیې پیل شوي عملیات ودرول شول
په سوریه کې ترکي ځواکونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبر ورکوي چې په سوریه کې د سولې چینې تر سرلیک لاندې د ترکیې پیل شوي عملیات د مسکو او ترکیې د تازه هوکړې پر بنسټ پای ته ورسېدل.
لاوروف تېره ورځ د روسیې په سوچي ښار کې خبریالانو ته په خبرو کې دغه مطلب بیان کړ او څرګنده یې کړه چې هر څه د کرد ځواکونو په وتلو پورې اړه لري.
بلخوا، ټاکل شوې چې نن د ترکیې جمهور رییس د روسیې سوچي ښار ته ولاړ شي او د دغه هېواد له جمهور رییس ولادیمیر پوتین سره به د تړلو دروازو شاته د سوریې پر حالت خبرې او بحث وکړي.
د دغو خبرو اصلي محور دسوریې پر اوسني امنیتي حالت خبرې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې د سوریې په شمال کې د کرد وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل، خو امریکا له دغو عملیاتو سره مخالفت وښود او په غبرګون کې یې د ترکیې پر درېیو وزیرانو او دوو وزارتونو سخت بندیزونه ولګول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA