slideshow

۱ لړم ۱۳۹۸
لیکونکی: بختاجان بختیار

په خوست کې د غواګانو ساتنې فارمونه ډېر شوي

په خوست کې د غواګانو فارمونه تصویر: کلید

په خوست کې په دې وروستیوکې د غواګانو فارمونه ډېر شوي، چې ورسره د لبنیاتو په تولید کې هم زیاتوالی راغلی دی.
د څارویو ساتنې او ورڅخه ترلاسه کېدونکو لبنیاتو که له یوې خوا په خوست کې په دې وروستیو کې زیاتوالی او د پلور ښه بازار پیدا کړی، ترڅنګ یې سلګونه کلیوالي او د بانډو خلکو ته د عوایدو د لاسته راوړلو په ښه سرچینه بدل شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست مسولین وايي، د خوست په مرکز او ولسوالیو کې له دوی سره د څارویو ۴۳ فارمونه ثبت شوي، چې په منځني ډول د ورځې ورڅخه ۲۸ زره لېتره شیدې ترلاسه کېږي.
د څارویو فارم لرونکي وایي، که د لبنیاتو د پروسس کومه تګلاره ورجوړه شي، په محصولاتو کې به یې زیاتوالی راشي.
فارم لرونکی او لبنیات پلرونکی شفیق انور وایي، که د معیاري بسته بندۍ لارې یې وربرابرې شي، د هغو شیدو او مستو د خرابېدو مخه به یې نیولي وي، چې اوس یوه او یاد دوه ورځې دوام کوي.
په خوست کې یوبل د څارویو فارم لرونکی محمد صدیق وایي، که چېرې کال اباد او وچکالي نه وي، نو محصولات یې هم زیات وي، خو نوموړی څرګندوي چې لویه ستونزه یې وچکالي او د څارویو ناروغه کېدل دي، چې پر کاروبار یې منفي اغېز لري.
هغه وایي په دې برخه کې یې دولت کوم ځانګړی لاسنیوی نه دی کړی.
په ورته مهال د خوست د کرنې او مالدارۍ رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، په راتلونکي کال کې پلان لري، چې د بسته بندۍ څلور فاربریکې په دې ولایت کې جوړې کړي.
عام نظر دادی، که چېرې د کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد د بزګرانو او د څارویو فارم لرونکو لاس نیوی وکړي، له یوې خوا به په دې برخه کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د بهرنیو وارېدېدونکو لبنیاتو ځای کورني لبنیات ونیسي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *