slideshow

۱ لړم ۱۳۹۸
لیکونکی: احسان الله ولسمل

په ارزګان کې د تازه مېوو او سبزیو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

په ارزګان ولایت کې د میوو او سبزیو ډېروالی تصویر: ټولنیزې رسنۍ

په ارزګان کې باغوانان وايي، د تېر کال په پرتله په محصولاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
د دغه ولايت باغوانان او کروندګر د میوو او سبزیو د ډېروالی لامل د تېر ژمي بارانونه او مناسبه هوا ياده وي.
دوی وايي، که څه هم د محصولاتو په برخه کې زياتوالي راغلي، خو په وينايې د دولت د نه پاملرنې له کبله دومره عوايد ترې په لاس نه راوړي، څومره چې تمه ورته کېږي.
بزګران هم د نورو ولايتونو د کروندګرو په څېر له دولت څخه د خپلو محصولاتو په برخه کې د بازارموندنې غوښتنه کوي.
داپه داسي حال کې ده چې تر دې وړاندي د هېواد نورو کروندګرو او دهقانانو هم ادعا کول چې محصولات يې ښه شوي، خو بازار موندنې ته یې هېڅ پام نه دی شوی.
په ورته مهال د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسولين هم زياته وي چې د نورو کلونو په پرتله په روان کال کې په دغه ولايت کې د تازه ميوو او سبزیو په برخه کې ۹ سلنه ډروالی راغلي، چې لامل يې د دوی له لوري دهقانانو ته د محصولاتو په برخه کې روزنه ورکول او د تېر کال موسمي بارانونه یاد شوي دي.
د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسولين وايي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د تازه ميوو د پلور لپاره لاس پکار شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولين هم په روان کال کې د افغان کروندګرو د بازار موندنې په برخه کې اندېښنه ښودلې وه او ويلي یې وو، چې پرافغاني تازه ميوو د پاکستان له لوري څو چنده ماليه لوړه شوې ده.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *