د كابل ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، تېر ماخوستن شاوخوا شپږ بجې او ۲۵ دقيقې په ياد موټر كې ځاى پر ځاى شوي چسپكي ماين په كارته پروان سيمه كې وچاودېد.
د هغه په وينا، دا چاودنه مرګ ژوبله نه لري.
د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.