ads

په پکتیکا کې د پولیو واکسین د مبلیغینو پر کار نیوکي کېږي

د پکتیکا ولایت برمل او ګومل دوې هغه ولسوالۍ دي، چې د مسولینو په خبره له واکسین څخه پاتې ماشومان پکې تر نورو سیمو زیات دي. د دې لپاره چې خلکو ته قناعت ورکړل شي او په یادو ولسوالیو کې پر شرایطو برابرو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږي، ځینې مبلیغین د یونیسف موسیسې له لوري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 تله 1398
په پکتیکا کې د پولیو واکسین د مبلیغینو پر کار نیوکي کېږي
پولیسو واکسین

د پکتیکا ولایت برمل او ګومل دوې هغه ولسوالۍ دي، چې د مسولینو په خبره له واکسین څخه پاتې ماشومان پکې تر نورو سیمو زیات دي.
د دې لپاره چې خلکو ته قناعت ورکړل شي او په یادو ولسوالیو کې پر شرایطو برابرو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږي، ځینې مبلیغین د یونیسف موسیسې له لوري د معاش په بدل کې د همدې دندې ترسره کولو لپاره ګمارل شوي دي.
د پکتیکا ولایت یو تن قومي مشر حاجي سیدالله کلید ته وویل، د واکسین لپاره د عامه پوهاوي ډیری مبلغین تش په نوم ټاکل شوي او فعالیت يي کومه اغېزه نه ده کړې.
هغه وویل دا مبلیغین چې له کومې ورځې ګمارل شوي، بیا يي‎ هېڅ مسول پوښتنه نه ده کړې، پر دوی زیات لګښت کېږي، خو په وینا يي دغه ټول لګښتونه بې ځایه لګول کېږي.
داد محمد اعتمادي وايي، له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کېدو او ورځ تر بلې د دې پروګرام د کمزورتیا عمده لامل د مسولو چارواکو نه پاملرنه او د مبلیغینو تش په نوم ګمارنه ده.
دی څرګندوي، تر اوسه يې په هېڅ یوه سیمه کې له کوم مبلیغ څخه د واکسینو د ګټو او پوهاوي په اړه یوه خبره نه ده اوریدلې او نه هم کوم کس په همدې هدف کومې سیمې ته ورغلی دی.
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله وزیري کلید ته وویل، د عامې روغتیا ریاست او یونیسف موسیسې له لوري په یاده ولسوالۍ کې داسې کسان د مبلیغینو په توګه ګمارل شوي چې ټول يي په نورو کارونو مصروف دي.
دی وايي، نه یوازي دا چې د دوی په فعالیت سره د واکسین په اړه د خلکو پوهاوی لوړ شوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې له واکسین څخه د پاتې ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د یونیسف موسیسې د عامه پوهاوي برخې مشر قاري عبدالولي مني پر دنده ګمارل شوو مبلیغینو کاري سیمې ته په کتو په دې برخه کې خپل مسولیت په ښه ډول نه دی ترسره کړی؛ خو هغه وايي، له ډېرو ننګونو او ستونزو سره سره بیا هم د نورو ولایتونو په پرتله په پکتیکا کې د مبلیغینو فعالیت تر یو بریده ښه او پایله يې مثبته ده.
یاده دې وي چې د پکتیکا په ګومل او برمل ولسوالیو کې د ۲۰۰ مبلیغینو پر ډېر لګښت او کمزوري فعالیت یو کال وړاندې هم د ولایتي ادارې په ګډون د ډېرو نورو کسانو له لوري نیوکې وشوې او د دوی کار یې اغېزمن ونه باله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA