ads

د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون د افغان حکومت مشران پر ملي خيانت تورن کړل

انګلستان هېواد ته د ملي راډيو تلويزيون د شخصي ځمکې پر پلورلو د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون اندېښمن دی او له همدې کبله د ملي يوالي حکومت مشران پر ملي خيانت تورنوي. د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون د ادعاوو له مخې، د ملي راډيو تلويزيون د ځمکې دوې بېلابېلې برخې د انګلستان پر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 تله 1398
د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون د افغان حکومت مشران پر ملي خيانت تورن کړل
مشرانو جرګه

انګلستان هېواد ته د ملي راډيو تلويزيون د شخصي ځمکې پر پلورلو د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون اندېښمن دی او له همدې کبله د ملي يوالي حکومت مشران پر ملي خيانت تورنوي.
د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون د ادعاوو له مخې، د ملي راډيو تلويزيون د ځمکې دوې بېلابېلې برخې د انګلستان پر سفارت او د اسيا پر پراختيا يي بانک پلورل شوې دي.
د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون رييس زلمي زابلي د سې شنبې په ورځ د ملي راډيو تلويزيون په انګړ کې په خبري ناسته کې ټېنګار وکړ، د قانون له مخې حکومتي مشران د دې کار صلاحيت نه لري.
زابلي ګواښ وکړ، که حکومتي مشران خپله پرېکړه بېرته وا نخلي، دوی به يې پر وړاندې ودرېږي او لاريونونه به وکړي.
د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون داسې اسنادونه رسنيو سره شريک کړل، چې پر بنسټ يې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني په تېر کال کې د يو حکم له مخې بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی، چې په کابل کې د انګلستان سفارت ته د ملي راډيو تلويزيون د ځمکې د سپارلو قانوني چارې بشپړې کړي.
اسنادونه په ډاګه کوي چې د ملي راډيو تلويزيون له ملکيت څخه ۲۵ زره او ۸۰۰ متره مربع ځمکه د اسیا پر پراختيایي بانک او ۶ جريبه ۸۲۰ متره مربع ځمکه د انګلستان پر سفارت پلورل شوې ده.
د ملي راډيو تلويزيون له پروژو څخه د څارنې ادارې مسوول انجينر غلام جيلاني کليد ته وويل، د اسیا پراختيایي بانک د يو ليک په استولو ورته ويلي، چې پر دغه بانک پلورل شوې ځمکه دې تخليه کړي.
خو نوموړی وايي، هيله مند دی چې ګوندې دغه هوکړه لغوه اعلان شي.
د مشرانو جرګې د شکاياتو کمېسيون وايي، انګلستان سفارت ته د ملي تلويزيون د ځمکې پلورل د بهرنيو چارو وزارت، د ښارجوړونې وزارت او ماليې وزارت په وړاندیز او د جمهوري رياست په لاسليک ترسره شوي دي.
موږ هڅه وکړه چې په همدې تړاو د جمهوري رياست نظر هم وپوښتو خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شوو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA