داعش ډلې د هرات د جنوبي ولسواليو په لرې پرتو سيمو كې د اعلاميې په خپرولو سره خپلو ليكو ته د طالب جنګياليو جذبول منع اعلان كړل.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، د داعش ډلې په اعلاميې كې د وسله والو طالبانو د ډلې غړي بې باوره كسان بلل شوي دي.
د دې اعلاميې په يوه برخه كې راغلي، چې طالبان تل د مادي امتيازونو د ترلاسه كولو په لټه كې دي او له داعشيانو سره پر جګړې بوخت دي.
د فرهاد په وينا، د يادې اعلاميې خپرېدل د دغو ترهګرو ډلو ترمنځ د اختلافونو اوج ښيي.
په افغانستان كې د داعش ډلې له را څرګندېدو وروسته وسله والو طالبانو په بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په ننګرهار كې له دې ډلې سره جګړې كړي، چې په كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.