ads

په پکتیکا کې ۱۳ بابه تړلي ښوونځي له پنځو کلونو وروسته بیرته پرانیستل شول

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نا امنۍ او وسلوالو د ګواښونو له کبله لا هم ډېر شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بند پاتې دي. د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسولین وايي، په ډيلې خوشامند ولسوالۍ کې ۱۳ بابه تړلي ښوونځي بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول. دوی وايي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 تله 1398
په پکتیکا کې ۱۳ بابه تړلي ښوونځي له پنځو کلونو وروسته بیرته پرانیستل شول

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نا امنۍ او وسلوالو د ګواښونو له کبله لا هم ډېر شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بند پاتې دي.
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسولین وايي، په ډيلې خوشامند ولسوالۍ کې ۱۳ بابه تړلي ښوونځي بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول.
دوی وايي، دا ښوونځي له تېرو پنځو کلونو راهیسي د وسلوالو طالبانو له لوري تړل شوي وو، چې اوس د قومي مشرانو په هلو ځلو بيرته فعال شول.
د پوهنې سرپرست رییس محمد نسیم واجد کلید ته وویل، دا ښوونځي له تېرو پنځو کلونو راهیسي د وسله والو طالبانو له لوري تړلي شوي وو، خو اوس د قومي مخورو او د یاد ولایت د پوهنې د ریاست په هلو ځلو دغې ډلې ته قناعت ورکړل شو او د تړلو ښوونځیو د خلاصون اجازه تر لاسه شوه.
واجد څرګندوي، چې دا ښوونځي له کوم شرط پرته پرانیستل شوي او په خبره يي د درسي کتابونو په ګډون يي ټول اړین څيزونه ورته استولي دي.
د ډیلې خوشامند ولسوالۍ د پوهنې امر اختر محمد وايي، ۱۳ بابه پرانیستل شوي ټول يي لومړني ښوونځي دي .
هغه څرګندوي، چې د دې ښوونځیو په بیا فعالېدو سره به د یادې ولسوالۍ له ۳۰۰۰ زیات زده کوونکي له زده کړو برخمن شي.
د یادې ولسوالۍ یو تن قومي مشر عمر کلید ته وویل، څو ځله يي په دې اړه له طالبانو سره لیدنې کتنې وکړې او هغوی ته يي قناعت ورکړ چې تړلو ښوونځيو ته باید د خلاصون اجازه ورکړي.
دی څرګندوي چې له اوږدو بحثونو وروسته په دې وتوانېدل، چې د خوشامند ۱۳ بابه تړلي ښوونځي بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.
یاده دې وي چې په پکتیکا کې د یادو ۱۳ بابه ښوونځیو پر خلاصون سربېره هم ۱۷ نور ښوونځي، چې ډېری هغه يې په برمل او خپله خوشامند کې دي، لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA