په کاناډا کې د عمومي ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي، چې د دغه هېواد اوسني لومړي وزير جسټين ټروډو د دوهم ځل لپاره بريا خپله کړې ده.
په يادو ټاکنو کې د دوو مخکښو ليبرال او محافظه کار ګوندونو ترمنځ سيالي وشوه، چې د لومړنيو پايلو له مخې، د ټروډو په رهبرۍ ليبرال ګوند له ۱۵۵ د زياتو چوكيو په ترلاسه کولو سره د عمومي ټاكنو ګټونكى ښودل شوى دى.
تراوسه په دې ټاکنو کې سيال ګوند د ليبرال ګوند د بريا په اړه کوم غبرګون نه دى څرګند كړى.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د کاناډا لومړي وزير ته د ياد هېواد په عمومي ټاکنو کې د بياځلي بريا مبارکي ويلې ده.
ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې جسټين ټروډو كاناډايانو ته په رښتيني ډول خدمت كړى دى.


