ads

داعش ډلې د عراق په شمال کې د تېلو پر ذخيرو بريد کړى

د عراق پوځ وايي، داعش ډلې د دغه هېواد په شمال کې د تېلو پر ذخيرو بريد کړى، دوه تنه يې وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي. د عراق پوځ د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې ياد بريد د دې هېواد د شمالي برخې د صلاح الدين په سيمه کې شوى […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 تله 1398
داعش ډلې د عراق په شمال کې د تېلو پر ذخيرو بريد کړى
د عراق په موصل ښار کې امنیتي ځواکونه

د عراق پوځ وايي، داعش ډلې د دغه هېواد په شمال کې د تېلو پر ذخيرو بريد کړى، دوه تنه يې وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي.
د عراق پوځ د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې ياد بريد د دې هېواد د شمالي برخې د صلاح الدين په سيمه کې شوى دى.
په ورته وخت کې د پېښې په سيمه کې پر عراقي ځواکونو د سړک غاړې ماين چاودنه کړې، چې په دغه پېښه کې درې امنيتي سرتېري ژوبل شوي دي.
عراقي ځواکونه که څه هم دا کار د داعش ډلې بولي، خو تراوسه يادې ډلې په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند کړى.
په يوه بل خبر کې ويل شوي، چې امريکايي ځواکونو ۱۵۰۰ داعشۍ مېرمنې له سوريې نه عراق ته انتقال کړې دي.
تر دې وړاندې عراقي چارواکو خبر ورکړى و، چې امريکا له سوريې څخه عراق ته د داعش وسله والو د لېږد هوډ لري.
د امريکا حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA