په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي، په تېرو دوو كلونو كې په دې هېواد كې پر عبادت ځايونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو د ترسره شوو بريدونو له كبله له ۹۵۰ زياتو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوناما د يكشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په دا ډول بريدونو كې۱۵۶ ملكي افغانان وژل شوي او ۲۹۷ ټپيان شوي، چې دغه مرګ ژوبله د ۲۰۱۷م كال د ورته بريدونو مرګ ژوبلې ته نېږدې ده.
د سرچينې په خبره، وړم ميلادي كال په افغانستان كې پر عبادت ځايونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو په ترسره شوو بريدونو كې ۲۰۲ ملكي وګړي وژل شوي او ۲۹۷ تنه نور ژوبل شوي وو.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د ننګرهار د هسكې مېنې ولسوالۍ د جودرې سيمې په يوه جومات كې د لمانځه په مهال چاودنې ۷۳ تنه ووژل او له ۶۰ زيات يې ټپيان كړل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى تداميچي ياماموتو وايي، دغه ناوړه او بې هدفه بريد، چې ملکيان يې په نښه کړل، په هېڅ ډول نه شي توجېه کېدای.