د هلمند امنيتي چارواكي ادعا كوي، چې په ۴۰ ورځو كې يې ۱۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت امنيه قوماندان حسام الدين هلمندی وايي، امنيتي سرتېرو په ياده موده كې د عملياتو په مهال ۹۱ طالبان وژلي او ۲۴ تنه نور يې ټپيان كړي دي.
د ده په خبره، امنيتي ځواكونه هڅه كوي، چې د طالبانو تر ولكې لاندې سيمې د هغوى له شتونه پاكې كړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د هلمند شپږ ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو تر كنټرول لاندې دي.