امنيتي مسوولين وايي، د كشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ د كندهار ښار په بېلابېلو سيمو كې په يوه اونۍ كې پنځه هدفي وژونكي نيول شوي دي.
د كندهار د امنيه قوماندانۍ د وياند جمال ناصر بارکزي په وينا، نيول شوو كسانو به دولتي مامورين په نښه كول او په ياد ښار كې يې اووه تنه ترور كړي دي.
باركزي وويل، پوليسو له دغو كسانو دوه تومانچې هم ترلاسه كړې.
په کندهار ښار کې وخت ناوخت پر امنيتي سرتېرو، دولتي مامورينو او قومي مخورو غلچکي بريدونه کېږي، چې ښاريانو يې په اړه په وار وار شكايت كړى او له امنيه قوماندانۍ يې د مخنيوي غوښتنه كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ