ارزګان کې د وژل شوو پوليسو خپلوان وايي، دولت ورسره د ښارکوټي ژمنې کړې، خو عملي کړې يې نه دي.
دوی زياتوي، چې د سرپنا په برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دي.
په ارزګان کې د وژل شوو سرتېرو خپلوان وايي، چې د کورنۍ غړي يې د امنیتي ځواکونو په ليکو کې وژل شوي، خو حکومت داسې له پامه غورځولي چې د سرپنا د ځای پیدا کېدو وس هم نه لري.
دغه کسان زياتوي، تر دې وړاندې دولت ورسره ژمنې کړې وې، چې دوی ته به ښارکوټي جوړ کړي، خو تر دامهاله هېڅ اقدام نه دی شوی.
دغه کسان له دولت څخه غوښتنه کوي چې ورته پاملرنه وکړي او د سرپنا غم یې وخوري.
په ورته مهال په دغه ولايت کې چارواکي هم مني، چې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ د سرپناه نه درلودو له ستونزو سره مخ دي.
د ارزګان امنيه قوماندان محمدخطاب خنجري ژمنه کوي، چې د دولتي ځمکو ترمعلومولو وروسته به ټولو هغو کورنيو ته د سرپنا لپاره د ځمکو د وېش لړی پیل کړي، چې په امنیتي ليکو کې يې خپلوان له لاسه ورکړي دي.
خنجري وايي، د يادو کسانو ستونزه يې له اړونده مسوولينو سره شريکه کړې او په دې برخه کې اقدام کولو ته په تمه دی.
دا په داسي حال کې دی، چې تر دې وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شوو سرتېرو خپلوانو ویلي و، چې تر اوسه لا دولت د قرباني شوو اکرامیه او نور امتیازات نه دي ورکړي.