ads

د چاپېریال ساتنې اداره: افغان دولت کاري ظرفيت نه لري

د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مشر وايي، افغان دولت کاري ظرفیت نه لري. د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مشر شاه زمان ميوندي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اقليم د بدلون د نړېوالې اونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې. نوموړي په دغه غونډه کې وويل، د اقليم د بدلون […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 تله 1398
د چاپېریال ساتنې اداره: افغان دولت کاري ظرفيت نه لري

د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مشر وايي، افغان دولت کاري ظرفیت نه لري.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مشر شاه زمان ميوندي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اقليم د بدلون د نړېوالې اونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
نوموړي په دغه غونډه کې وويل، د اقليم د بدلون لپاره خورا ډېره بودجه پکار ده؛ خو د دوی په اداره کې داسې ظرفيت نشته چې د دغو بودجو لپاره اړونده مرستندويه بنسټونو ته پروپوزل وليکي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزير نجيب آقا فهيم هم په دغه غونډه کې د افغانستان راتلونکي ته ناهیلی دی.
نوموړي پخواني بډايه افغانستان ته په اشارې وويل، اوس یې پخوانۍ ښکلا ګانې افسانوي بڼه لري.
د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزير وويل، په افغانستان کې ټولې طبعي ښکلا ګانې له منځه تللي دي.
د اقليم د بدلون نړیواله اونۍ پر داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د اقليم بدلون ډېره برخه په سون توکو پورې تړلې ده.
په کابل کې د زر غونې خونې پروژې مسوولې معصومې کريمي کليد ته وويل، اقلمي بدلون يوازې د ګلخانه يې ګازاتو له کبله منځ ته راځي
نوموړې وويل، موږ په عامه کچه داسې تخنيکي پوهاوی ورکوو چې پر بنسټ يې د اقليمي بدلون د خونديتوب په برخه کې اغېزمن تمامېدلی شي.
د يادونې وړ ده چې د افغان دولت په کچه د کاري ظرفيتونو د نشت خبره په داسې حال کې کېږي، چې دمګړۍ زرګونه تحصيل لرونکي ځوانان له بېکارۍ څخه سر ټکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA