ads

د پکتیکا زده کوونکو ته لا هم بشپړ کتابونه نه دي رسېدلي

د پکتیکا ولایت زده کوونکي شکایت کوي چې ښوونیز کال پای ته په نېږدي کېدو دی، خو دوی ته لا هم زیاتره کتابونه نه دي ورکړل شوي. دوی وايي په تېرو کلونو کې هم دوی له دا ډول ستونزو سره مخ وو، چې په خبره يي دې څه د زده کوونکو پر زده کړه ناوړه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 تله 1398
د پکتیکا زده کوونکو ته لا هم بشپړ کتابونه نه دي رسېدلي
پکتیکا

د پکتیکا ولایت زده کوونکي شکایت کوي چې ښوونیز کال پای ته په نېږدي کېدو دی، خو دوی ته لا هم زیاتره کتابونه نه دي ورکړل شوي.
دوی وايي په تېرو کلونو کې هم دوی له دا ډول ستونزو سره مخ وو، چې په خبره يي دې څه د زده کوونکو پر زده کړه ناوړه اغېزه کړې ده.
د یوسف خېل ولسوالۍ د خوشال بابا لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی حبیب الله وايي، د یادې لېسې په هر ټولګي کې تر پنځو شپږو پوري کتابونه دوی ته نه دي ورکړل شوي.
دی څرګندوي، چې د کتابونو نشت د زده کوونکو پر زده کړه ناوړه اغېزه کړې او څه ډول چې له کتاب څخه زده کړه کېږې، له کتاب پرته هغسې زده کړه نه شي کولی.
د خیرکوټ ولسوالۍ مرکزي لېسې زده کوونکي عطامحمد کلید ته وویل، د کتابونو د کمښت ستونزه يي څو ځلي له مسولو چارواکو سره هم شریکه کړې ده.
دی وايي، ښوونیز کال په ختمېدو دی، خو د معارف مسولین په دې نه دي توانیدلي چې دوی ته کتابونه ورسوي او دا تشه ډکه کړي.
د پکتیکا ولایتي شورا غړي نعمت الله بابري له کلید سره په خبرو کې وویل، د کتابونو د کمښت ستونزه په دې ولایت کې له تېرو پنځو کلونو راهیسي موجوده ده.
دی څرګندوي، چې مسولینو دې برخي ته پاملرنه نه ده کړې او همدي څه د زده کړي کیفیت د پوښتنې وړ کړی دی.
د پوهني سرپرست رییس محمد نسیم واجد هم مني چې په دغه ولایت کې د کتابونو د کمښت ستونزه موجوده ده او هغه څه ته چې زده کوونکي تر بل څه اړتیا لري، هغه ورته نه دي رسیدلي.
خو واجد هيله ښيي، چې په نېږدي وخت کې به دې ولایت ته د اړتیا وړ ټول کتابونه ورسیږي او د راتلونکي کال لپاره به پکتیکا د کتابونو له پلوه هېڅ ستونزه ونه لري.
یاده دې وي چې په تېرو کلونو کې هم پکتیکا کې د کتابونو د کمښت ستونزي موجودي وې، چې ډېری مهال د یادې ستونزې په اړه د ښوونځيو مسولینو او زده کوونکو خپل غږ هم اوچت کړی او په بېلابېلو وختونو کې يي په دې اړه غونډې او ناستې هم کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA