ads

درې امريكايي سرتېري د تمرين په مهال ووژل شول

راپورونه وايي، د امريکا د جورجيا ايالت په فورټ اسټوارټ هانټر پوځي اډه كې د تمرين په مهال درې امريکايي سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، د ټپي شوو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او دمګړۍ په روغتون كې تر درملنې لاندې دي. د امريکا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 تله 1398
درې امريكايي سرتېري د تمرين په مهال ووژل شول
امریکایي سرتیري

راپورونه وايي، د امريکا د جورجيا ايالت په فورټ اسټوارټ هانټر پوځي اډه كې د تمرين په مهال درې امريکايي سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د ټپي شوو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او دمګړۍ په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
د امريکا د پوځ په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې دغه سرتېري د پېښې رامنځته کېدو په مهال په يوه ټانک کې سپاره وو.
تراوسه د پېښې څرنګوالى معلوم نه دى او په اړه يې پلټنې روانې دي.
په امريکا او نورو هېوادونو کې وخت ناوخت داسې پېښې رامنځته کېږي، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ عامو خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA