ads

بشري حقونو کمېسیون: په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، د روان لمريز كال په لومړيو شپږو مياشتو كې د ملكي افغانانو مرګ ژوبله د تېر كال د ورته مودې په پرتله اته اعشاريه درې فيصده زياته شوې ده. د ياد كمېسيون مرستيال نعيم نظري نن له رسنيو سره د ۱۳۸۹يم لمريز كال د ملكي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 تله 1398
بشري حقونو کمېسیون: په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې
ملکي کسانو ته د اوښتنې مرګ ژوبلې تصویر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، د روان لمريز كال په لومړيو شپږو مياشتو كې د ملكي افغانانو مرګ ژوبله د تېر كال د ورته مودې په پرتله اته اعشاريه درې فيصده زياته شوې ده.
د ياد كمېسيون مرستيال نعيم نظري نن له رسنيو سره د ۱۳۸۹يم لمريز كال د ملكي مرګ ژوبلې د شپږ مياشتني راپور د شريكولو په مهال وويل، په دې موده كې په وسله والو جګړو كې ۱۶۱۱ ملكيان وژل شوي او ۴۸۷۶ تنه نور ژوبل شوي دي.
د هغه په خبره، جنګي قوانينو ته د ښكېلو خواوو نه ژمنتيا په افغانستان كې د ملكي مرګ ژوبلې د زياتېدو سبب شوې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې په هېواد كې تل د بېلابېلو پېښو په ځانګړې توګه د ځانمرګو بريدونو او ماين چاودنو له كبله ملكي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA