ads

په كندهار ښار كې پنځه هدفي وژنکي ونیول شول

امنيتي مسوولين وايي، د كشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ د كندهار ښار په بېلابېلو سيمو كې په يوه اونۍ كې پنځه هدفي وژونكي نيول شوي دي. د كندهار د امنيه قوماندانۍ د وياند جمال ناصر بارکزي په وينا، نيول شوو كسانو به دولتي مامورين په نښه كول او په ياد ښار كې يې اووه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
تله 29, 1398
په كندهار ښار كې پنځه هدفي وژنکي ونیول شول
کندهار کې نیول شوي کسان

امنيتي مسوولين وايي، د كشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ د كندهار ښار په بېلابېلو سيمو كې په يوه اونۍ كې پنځه هدفي وژونكي نيول شوي دي.
د كندهار د امنيه قوماندانۍ د وياند جمال ناصر بارکزي په وينا، نيول شوو كسانو به دولتي مامورين په نښه كول او په ياد ښار كې يې اووه تنه ترور كړي دي.
باركزي وويل، پوليسو له دغو كسانو دوه تومانچې هم ترلاسه كړې.
په کندهار ښار کې وخت ناوخت پر امنيتي سرتېرو، دولتي مامورينو او قومي مخورو غلچکي بريدونه کېږي، چې ښاريانو يې په اړه په وار وار شكايت كړى او له امنيه قوماندانۍ يې د مخنيوي غوښتنه كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA