slideshow

۲۹ تله ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

په غزني كې یو جهادي قومندان ووژل شو


وسله والو طالبانو د غزني په جغتو ولسوالۍ كې د جعفري په نوم يو جهادي قوماندان وواژه.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دې شخص په تېرو دوو لسيزو كې هېڅ ډول دولتي فعاليت نه درلود او طالبانو تېره شپه شاوخوا اته بجې له كوره ايستلى او وژلى يې دى.
د يو بل خبر له مخې، نوري وايي، په ګيرو ولسوالۍ كې د افغان ځانګړو ځواكونو په عملياتو كې پنځه طالبان وژل شوي دي.
د هغه په خبره، د يادو عملياتو په ترڅ كې د طالبانو درې موټر سايكلونه او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
خو وسله وال طالبان ادعا كوي، چې افغان او امريكايي ځواكونو په ګيرو ولسوالۍ كې د ګډو عملياتو په مهال دوه ملكي وګړي وژلي دي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *