د ملي امنيت عمومي رياست د كابل ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د وسله والو غلو د يوې درې كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي.
له دې رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د نيول شوو غلو نومونه احمد ذكي، نويد او حسيب الله ياد شوي دي.
د سرچينې په خبره، دغو كسانو مخكې د رئيس عبيد په ډله كې په وسله والو غلاوو او د تخريبي فعاليتونو په پلانولو كې فعال رول درلود او د رئيس عبيد تر نيولو وروسته يې خپلواك فعاليتونه كول.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې ياد كسان په كابل ښار كې د خلكو پر ځورونې او ورڅخه پر باج اخيستنې او وسله والو غلاوو بوخت وو او كله چې يې غوښتل د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې يو موټر غلا كړي، د ملي امنيت د عمومي رياست عملياتي ځواكونو بالفعل ونيول.
د سرچينې په وينا، احمد ذكي، نويد او حسيب الله زيات شمېر افغانان ځورولي او درې تنه يې د پيسو نه وركولو له كبله ټپيان كړي هم دي.
دا په داسې حال كې ده، چې كابل ښاريان د غلو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او له امنيتي ارګانونو يې د مخنيوي او نيولو غوښتنه كوي.