د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې نن سهار د خان ولي په نوم په نشه يي توكو روږدي يوه كس د كورني تاوتريخوالي له كبله د خپلې کورنۍ درې غړي مور، پلار او ورور په ډزو ژوبل کړي او له سيمې تښتېدلى دى.
نوموړى وايي، ټپيان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دولتزي زياته كړه، پوليس هڅه کوي، چې ياد كس ونيسي.
د يادولو ده، چې كورنى تاوتريخوالى هر كال په هېواد كې د ګڼو وژنو سبب كېږي