نامعلومو وسله والو د فارياب په مركز ميمنې ښار كې د عزت الله په نوم د دغه ولايت يو اوسېدونكى ترور كړى دى.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالكريم يورش كليد ته وويل، عزت الله تېره شپه د ميمنې ښار په لومړۍ ناحيه كې په خپل كور كې په ډزو ووژل شو.
د ده په خبره، د پېښې عاملين له سيمې تښتېدلي او په تړاو يې څېړنې روانې دي.
د روان لمريز كال له پيله تر دا مهاله وسله والو كسانو په مختلفو علتونو د فارياب لسګونه اوسېدونكي ترور كړي، خو پوليسو د ډېرو كمو پېښو عاملين نيولي دي.