د ټاكنو خپلواك كمېسيون له دې كبله، چې په وخت يې ونه شو كولى د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان كړي، له خلكو او په ټاكنو كې له ښكېلو لورو بښنه وغوښته.
ټاكل شوې وه د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش له مخې، د دغو ټاكنو لومړنۍ پايلې د روانې تلې مياشتې په ۲۷مه نېټه اعلان شي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون دا اعلان تر نامعلومې نېټې وځنډاوه.
د ياد كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ تېره شپه يوې خبري غونډې ته وويل، د تخنيكي ستونزو او د روڼتيا د لا ټينګښت په خاطر د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې په ټاكلي وخت اعلان نه شوې.
هغې زياته كړه، تراوسه د پايلو ۴۸۲ فورمې د ټاكنو خپلواك كمېسيون مركزي دفتر رسېدلې نه دي.
په ورته مهال د ټاكنو خپلواك كمېسيون كمېشنر مولانا محمد عبدالله پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې د راى وركولو په ۲۳۱۷۶ محلونو كې دوه ميليونه، ۱۴۵ زره، ۴۵۴ راى پاڼې استفاده شوي، خو د بايومټريك دستګاوو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، په دې محلونو كې يو ميليون، ۷۸۶ زره، ۴۵۳ تنو رايې وركړې دي.