ads

د بشري حقونو فعالين د ننګرهار د غميزې پړه پر طالبان اچوي

د بشري حقونو يو شمېر فعالين له مدني ټولنې سره په يوه ګډه غونډه کې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د شوې پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي. د تلې په ۲۶مه د جمعې لمانځه پر مهال د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې چاودنه وشوه او له کبله يې شاوخوا ۷۳ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 تله 1398
د بشري حقونو فعالين د ننګرهار د غميزې پړه پر طالبان اچوي
د ننکرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ خونړۍ پېښه

د بشري حقونو يو شمېر فعالين له مدني ټولنې سره په يوه ګډه غونډه کې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د شوې پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.
د تلې په ۲۶مه د جمعې لمانځه پر مهال د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې چاودنه وشوه او له کبله يې شاوخوا ۷۳ ملکي وګړي ووژل شول او له ۶۰ ډېر ټپيان شول.
حکومت او طالبان دواړه دغه پېښه بشري جنايت يادوي او په نړېواله کچه هم په کلکو ټکو غندل شوې ده.
د بشري حقونو او د مدني ټولنو يو شمېر فعالينو د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوې ګډې غونډې په ترڅ کې دغه پېښه بشري ناورين وبلله او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د يادې پېښې د څېړنې لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.
د بشري حقونو فعال رحيم جامع په دغه غونډه کې وويل، په ننګرهار کې د شوي بشري جنایت پړه طالبانو ته ورګرځي.
نوموړي وويل، طالبانو په افغانستان کې ترهګريزو بريدونو ته زمينه برابره کړې او دغه ډله اوس يوازې په غندلو سره ځان له مسووليته نه شي ژغورلی.
په همدې حال کې د مدني ټولنې يوې بلې غړې پلوشې ولي کليد ته وويل، داسې خونړۍ پېښې د خلکو هيلې وژني او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
بل پلو جمهور رييس محمد اشرف غني هم د يکشنبې په ورځ د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د پېښې ځای ته ولاړ او ټينګار يې وکړ، چې د پېښې غچ به واخلي.
جمهور رييس د دغې پېښې پړه په مستقيم ډول په کومې وسله والې ډلې نه ده اچوولې؛ خو ويلي دي چې دا جنايت د اسلامیت او افغانيت پر ضد ترسره شوی.
دا په داسې حال کې ده چې نن په کندهار کې هم د ننګرهار د هسکې مېنې پېښې په غبرګون کې لاریون وشو او دغه پېښه یې په سختو ټکو وغندله.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه د دغې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې او وسله والو طالبانو هم خپل لاس لرل پکې رد کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA