ads

حمدالله محب د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره وکتل

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي دينګ شيجون سره وليدل. د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې محب د سولې او نورو موضوعاتو په برخه کې د چين له همکاريو مننه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې افغانان تر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 تله 1398
حمدالله محب د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره وکتل
حمد الله محب او دینګ شیجیون

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي دينګ شيجون سره وليدل.
د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې محب د سولې او نورو موضوعاتو په برخه کې د چين له همکاريو مننه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې افغانان تر بل هرڅه ډېر د جګړې پاى ته رسېدو ته اړتيا لري.
شيجون په دې اړه د افغانستان د حکومت د هڅو د ستايلو ترڅنګ وويل، چين چمتو دى، چې د بين الافغاني تفاهم په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.
د هغه په وينا، افغان حکومت بايد د دغې پروسې اساسي او مهم رول لوبوونکی او برخه وي.
دواړو خواوو د افغانستان او چين پر اړيکو رڼا واچوله او د هغو د لا غوړېدو او دوام غوښتونکې شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA