د روسيې جمهور رئيس د جرمني له لومړۍ وزيرې سره د سوريې په تړاو ټيليفوني خبرې كړې دي.
کرملين په يوه بيانيه کې ويلي، چې ولاديمير پوتين له انګلا مېركل سره د سوريې په شمال کې پر روان امنيتي حالت وغږېد.
دواړو لورو د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا ته پر درناوي ټينګار کړى او هلته يې د تلپاتې سولې او امن غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ په دغه هېواد کې د ترکي ځواكونو او کرد وسله والو ترمنځ اوربند ټينګ دى، خو پر اوربند سربېره په سرحدي سيمو کې ځاى ځاى نښتې شوې دي.


