ads

له سوریې وتونکي امریکایي سرتیري عراق ته لېږل کېږي

د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر وايي، هغه امريکايي سرتېري به په عراق كې ځاى پر ځاى شي، چې اوس مهال د سوريې له شماله د وتلو په حال کې دي. د ده په خبره، په سوريه کې ۱۰۰۰ امريکايي سرتېري مېشت دي، چې تر دې وروسته به په عراق کې خپل نظامي ماموريت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 تله 1398
له سوریې وتونکي امریکایي سرتیري عراق ته لېږل کېږي
امریکایي سرتیري

د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر وايي، هغه امريکايي سرتېري به په عراق كې ځاى پر ځاى شي، چې اوس مهال د سوريې له شماله د وتلو په حال کې دي.
د ده په خبره، په سوريه کې ۱۰۰۰ امريکايي سرتېري مېشت دي، چې تر دې وروسته به په عراق کې خپل نظامي ماموريت ته دوام ورکړي.
اسپر څرګندوي، چې له خپل عراقي سيال سره يې په عراق کې د ۷۰۰ امريکايي سرتېرو د ځاى پر ځاى کېدو په تړاو خبرې کړي او دا لړۍ به دوام ولري.
د نوموړي په وينا، امريکايي ځواکونه به په سوريه کې دوه ماموريتونه مخته يوسي، چې يو ماموريت يې د عراق دفاع او بل ماموريت يې له داعش ډلې سره مبارزه ده.
بايد وويل شي، چې همدا اوس په عراق کې ۵۰۰۰ امريکايي سرتېري مېشت دي، چې يوازينۍ دنده يې د عراقي ځواکونو روزل او تجهيزول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA