ads

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو کرکټ لوبډلې چین ته ماتې ورکړه

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو او د پوهنتونونو د محصلينو لوبډلې او د پاكستان او چين له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزو سياليو په لړ كې افغان لوبډلې د شنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه كې د چين لوبډلې ته په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 تله 1398
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو کرکټ لوبډلې چین ته ماتې ورکړه
کرکټ

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو او د پوهنتونونو د محصلينو لوبډلې او د پاكستان او چين له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزو سياليو په لړ كې افغان لوبډلې د شنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه كې د چين لوبډلې ته په ۱۰ وېكټو ماتې وركړه.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د چين لوبډلې په ۱۹ اعشاريه درې اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۳ منډې وکړې، چې په افغان توپ اچوونکو کې نويد احمد څلور او عزيز توتاخېل درې لوبغاړي وسوځول.
په توپوهنه کې افغان ځوانانو د کومې وېکټې له لاسه ورکولو پرته په شپږم اور کې وركړل شوى هدف پوره کړ.
په توپوهنه کې عطاء محمد زرمل ۴۱ او محمد صابر ۱۹ ناسوځېدلې منډې وكړې.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ په بيجينګ كې د يادو هېوادونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د اړيکو پياوړتيا په هدف ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA