ads

په ننګرهار کې ۱۳ داعش او طالب وسله وال ووژل شول

د ننګرهار په اچين او لعلپورې ولسواليو كې ۱۳ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، افغان ګډو ځواكونو په اچين ولسوالۍ كې د روانو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۱۰ داعش وسله وال وژلي او د هغوى درې قرارګاوې، دوه […]

نویسنده: hewadpal
27 تله 1398
په ننګرهار کې ۱۳ داعش او طالب وسله وال ووژل شول

د ننګرهار په اچين او لعلپورې ولسواليو كې ۱۳ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، افغان ګډو ځواكونو په اچين ولسوالۍ كې د روانو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۱۰ داعش وسله وال وژلي او د هغوى درې قرارګاوې، دوه تونلونه او يو پټنځاى يې هم له منځه وړي دي.
اتل زياته كړه، د لعلپورې ولسوالۍ په صدې سيمه كې تېره شپه د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ كې يې درې طالبان وژل شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA