ads

په ننګرهار كې د جمعې ورځې د چاودنې مرګ ژوبله زياته شوه

د ننګرهار د هسكې مېنې ولسوالۍ په يوه جومات كې د جمعې د لمانځه په مهال د شوې چاودنې د مرګ ژوبلې شمېر نېږدې ۱۰۰ ته رسېدلى دى. د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل، چې د جلال اباد په حوزوي روغتون کې يې د ټپيانو د روغتيايي وضعيت ليدنه کوله وويل، په ياده پېښه […]

نویسنده: hewadpal
27 تله 1398
په ننګرهار كې د جمعې ورځې د چاودنې مرګ ژوبله زياته شوه

د ننګرهار د هسكې مېنې ولسوالۍ په يوه جومات كې د جمعې د لمانځه په مهال د شوې چاودنې د مرګ ژوبلې شمېر نېږدې ۱۰۰ ته رسېدلى دى.
د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل، چې د جلال اباد په حوزوي روغتون کې يې د ټپيانو د روغتيايي وضعيت ليدنه کوله وويل، په ياده پېښه كې ۶۲ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، د دې چاودنې نوعيت تراوسه نه دى روښانه شوى.
جمهور رئيس محمد اشرف غني دا پېښه غندلې او ويلي يې دي، طالبان، چې هم په خپله خونړي او تروريستي بريدونه ترسره کوي او هم يې د داعش په ګډون نورو تروريستي ډلو ته د ترور، وحشت، بريدونو او جنايتونو زمينه برابره کړې، د خدای (ج)، قانون او خلکو په وړاندې مسوول دي.
په ورته وخت كې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش هم د ننګرهار د هسكې مېنې ولسوالۍ په يوه جومات كې د جمعې ورځې بريد غندلى او په وينا يې، له عاملينو سره يې بايد حساب وشي. پر دې سربېره د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، مخكېني جمهور رئيس حامد كرزي، په كابل كې د امريكا سفارت او ناټو سازمان هم دا پېښه غندلې ده.
د دغې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA