ads

ټرمپ او اردوغان ټيليفوني خبرې وكړې

د سوريې په شمال كې د شوي اوربند له نقضېدو وروسته د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان سره ټيليفوني خبرې كړې دي. ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، اردوغان ورته ويلي، چې هلته د سنايپر ټوپکو او هاوان ډزې شوي، خو ژر بندې شوې دي. په همدې حال […]

نویسنده: hewadpal
27 تله 1398
ټرمپ او اردوغان ټيليفوني خبرې وكړې

د سوريې په شمال كې د شوي اوربند له نقضېدو وروسته د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان سره ټيليفوني خبرې كړې دي.
ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، اردوغان ورته ويلي، چې هلته د سنايپر ټوپکو او هاوان ډزې شوي، خو ژر بندې شوې دي.
په همدې حال كې د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، د تركي ځواكونو د جمعې ورځې په بريدونو كې په راس العين ښار كې ۱۴ ملكي وګړي او اته كرد سرتېري وژل شوي دي.
تركيه، چې كرد ځواكونه ترهګر بولي، ټينګار كوي، چې هغوى بايد د دې هېواد له پولې ۳۲ كيلو مټره لرې ولېږدول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA