ads

د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو اتلولي د مس عينك اتلانو لوبډلې وګټله

د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د مس عينك اتلانو لوبډلې د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو اتلولي وګټله. په پايلوبه كې، چې تېره ورځ د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې ترسره شوه، يادې لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ د بند امير ښامارانو لوبډلې ته په څلورو وېكټو ماتې وركړه. […]

نویسنده: hewadpal
27 تله 1398
د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو اتلولي د مس عينك اتلانو لوبډلې وګټله

د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د مس عينك اتلانو لوبډلې د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو اتلولي وګټله.
په پايلوبه كې، چې تېره ورځ د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې ترسره شوه، يادې لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ د بند امير ښامارانو لوبډلې ته په څلورو وېكټو ماتې وركړه.
دا سيالۍ د روانې تلې مياشتې په ۱۵مه نېټه د شپږو لوبډلو سپين ‌غر زمريانو، بست ساتونکو، امو نهنګانو، کابل بازانو، بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو ترمنځ پيل شوې وې.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ په سياليو کې د سپين غر زمريانو او مس عينك اتلانو لوبډلو دوه – دوه ځلې او د کابل بازانو او بند امير ښامارانو لوبډلو بيا يو- يو ځل اتلولي خپله کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA