د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش له مخې د دې ټاكنو لومړنۍ پايلې بايد نن اعلان شوې واى، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون د يادو پايلو اعلان وځنډاوه.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات كليد ته وويل، له بايومټريك دستګاوو څخه مركزي سرور ته د معلوماتو د لېږد د ورو بهير له كبله دوى تصميم ونيوه، چې د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې په څو ورځې ځنډ اعلان كړي.
د جمهوري رياست ټاكنې د روانې تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې او د ټاكنو خپلواك كمېسيون وړاندې په وار وار ټينګار كړى و، چې د دغو ټاكنو لومړنۍ پايلې به د يادې مياشتې په ۲۷مه نېټه له خلكو سره شريكې كړي، خو بريالى نه شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


