ads

د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان ښايي وځنډېږي

د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش له مخې د دې ټاكنو لومړنۍ پايلې بايد نن اعلان شي. د جمهوري رياست ټاكنې د روانې تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې او د ټاكنو خپلواك كمېسيون ټينګار كړى و، چې د دغو ټاكنو لومړنۍ پايلې به په خپل وخت يعنې د يادې مياشتې په ۲۷مه نېټه، […]

نویسنده: hewadpal
27 تله 1398
د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان ښايي وځنډېږي

د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش له مخې د دې ټاكنو لومړنۍ پايلې بايد نن اعلان شي.
د جمهوري رياست ټاكنې د روانې تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې او د ټاكنو خپلواك كمېسيون ټينګار كړى و، چې د دغو ټاكنو لومړنۍ پايلې به په خپل وخت يعنې د يادې مياشتې په ۲۷مه نېټه، چې نن ورځ ده، اعلان كړي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون تر دا مهاله په دې اړه، چې يادې پايلې به نن اعلان كړي كه نه، څه نه دي ويلي، خو د دغه كمېسيون غړي مولانا محمد عبدالله مخكې ويلي و، چې مركزي سرور ته د معلوماتو د لېږد بهير د ورو والي له كبله ښايي د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان څو ورځې وځنډېږي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا نهه ميليونه راى وركوونكو د جمهوري رياست په ټاكنو كې د ګډون په هدف نومليكنه كړې وه، خو د دوى له منځه شاوخوا دوه ميليونه كسانو د ټاكنو په ورځ خپلې رايې وكارولې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA