ads

خليلزاد د امريكا د لوى درستيزانو كمېټې له رئيس سره وليدل

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د متحدو ايالتونو د لوى درستيزانو كمېټې له رئيس جنرال مارك ميلي سره ليدلي دي. خليلزاد نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دواړو خواوو پر سياسي هوكړې، چې وكولى شي په افغانستان كې د دوو لسيزو پرمختګ ساتنه وكړي او […]

نویسنده: hewadpal
27 تله 1398
خليلزاد د امريكا د لوى درستيزانو كمېټې له رئيس سره وليدل

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د متحدو ايالتونو د لوى درستيزانو كمېټې له رئيس جنرال مارك ميلي سره ليدلي دي.
خليلزاد نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دواړو خواوو پر سياسي هوكړې، چې وكولى شي په افغانستان كې د دوو لسيزو پرمختګ ساتنه وكړي او پر امريكا د جګړې بار را كم كړي، توافق وكړ.
نوموړى ټينګار كوي، چې دا كار په ملي كچه د متحدو ايالتونو په ګټه دى او د ترهګرۍ له ګواښونو يې ساتي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بيا پيل لپاره هڅې روانې دي او څه موده وړاندې د دواړو خواوو استازي په دې اړه په پاكستان كې وغږېدل.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د كابل ښار په شش درك سيمه كې د يوه موټربم ځانمرګي بريد په غبرګون كې له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې اعلان كړې او بريدونه يې پرې زيات كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA