دوهم تعقيب – د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سيمه کې د جمعې پر لمونځ کوونکو د ماينونو د چاودنو له كبله لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، د جمعې په ماسپښين
د يادې سيمې په يوه جومات كې ځاى پر ځاى شوو ماينونو پر لمونځ كوونكو چاودنې کړي، چې له كبله يې ۵۰ لمونځ کوونکي وژل شوي او له ۳۰ زيات نور ټپيان دي.
خوږياڼي د ځاى پر ځاى شوو ماينونو شمېر په ډاګه نه كړ.
د يادې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ