د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ياد ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواكونو تېره شپه د خاكرېز ولسوالۍ په ځينو سيمو كې د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه وكړل.
د سرچينې په خبره، په دغو بريدونو كې اته طالبان وژل شوي او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ