په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي، د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو نهو مياشتو كې په دغه هېواد كې ۲۵۶۳ ملكي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
يوناما د پنجشنبې په ورځ د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د جولاى له لومړۍ د سپټمبر مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د ۲۰۱۸م کال د ورته مودې په پرتله ۴۲ فيصده زياتوالى ښيي.
په راپور كې د روان ميلادي كال د لومړيو نهو مياشتو د ملكي مرګ ژوبلې ۶۲ فيصده د افغان حكومت وسله والو مخالفينو ته منسوبه شوې ده.
د راپور له مخې، په افغانستان كې سږ كال تر ټولو ډېره ملكي مرګ ژوبله د ځانمرګو بريدونو او تعبيه شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې، چې د ټولې مرګ ژوبلې۴۲ فيصده جوړوي.
ملګرو ملتونو يو ځل بيا د جګړې له ښكېلو غاړو غوښتي، چې هر وخت د نړيوال بشر دوستانه قانون پر بنسټ د ملکي وګړو خونديتوب او هغوى ته د زيان نه رسېدو په تړاو خپلو مکلفيتونو ته جدي پام وکړي.