د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو سياليو پايلوبه نن د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
دا لوبه به نن له غرمې مخكې ۱۱ بجې او ۳۰ دقيقې د كابل په نړيوال كركټ لوبغالي كې پيل شي.
يادې سيالۍ د روانې تلې مياشتې په ۱۵مه نېټه د شپږو لوبډلو سپين غر زمريانو، بست ساتونکو، امو نهنګانو، کابل بازانو، بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو ترمنځ پيل شوې وې.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ په سياليو کې د سپين غر زمريانو لوبډلې دوه ځلې او د مس عينک اتلانو، کابل بازانو او بند امير ښامارانو لوبډلو بيا يو يو ځل اتلولي خپله کړې ده.