د هرات سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښه په پایله کې دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، دغه پېښه نن سهار مهال ۵ بجې او ۲۵ دقیقې د یاد ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو موټرو د ټکر له کبله رامنځه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د یادې پېښې په ټپیانو کې مېرمنې هم شاملې دي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرافیکي قوانینو په پام کې نه نیول او د سړک خرابولی د داسې پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.