په سعودي عربستان کې ۳۵ کسان د یو بس د ټکر په پېښ کې ووژل شول
د سعودي عربستان د رسنیو د راپورونوله مخې، یو ملي بس چې بهرني عمره کوونکي پکې سپاره وو، له یو واړه موټر سره ټکر کړی او په دغه پېښه کې ۳۵ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
په ملي بس موټر کې ناست کسان د حج د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
تر اوسه معلومه نه ده چې د پېښې قربانیان د کوم هېواد اتباع دي او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
ویل کېږي چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.


