تېره شپه د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو پر یو رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغه خبر په تایید سره وایي، چې د پنځمې حوزې په کوټي سنګي سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر کې یو ځای پر ځای شوي چسپکي ماین چاودنه کړې.
د نوموړي په خبره، په یاده چاودنه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.