ads

په ننګرهار کې د سپین جومات د جوړېدو چارې لاهم نیمګړې دي

د جلال اباد ښار سپین جومات چې له کلونو راهیسې یې د ولایتي چارواکو له لوري د جوړېدو ژمنې کېږي، خو لاتراوسه پر خپل حال پروت دی. د دغه مسجد د جوړېدو چارې د پخواني فساد له قضې یې وروسته بیا پیل شوې، چې د پرانیستې پر مهال یې مسولو چارواکو ویل: «د جومات د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1398
په ننګرهار کې د سپین جومات د جوړېدو چارې لاهم نیمګړې دي
ننګرهار سپیبن جومات

د جلال اباد ښار سپین جومات چې له کلونو راهیسې یې د ولایتي چارواکو له لوري د جوړېدو ژمنې کېږي، خو لاتراوسه پر خپل حال پروت دی.
د دغه مسجد د جوړېدو چارې د پخواني فساد له قضې یې وروسته بیا پیل شوې، چې د پرانیستې پر مهال یې مسولو چارواکو ویل: «د جومات د رغېدو پاتې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي»، خو لا تراوسه یې کارونه نیمګړې پاتې دي.
ننګرهار میشتې وایي، اووه کاله کېږي چې د هر والي په راتګ سره د دغه جومات د جوړېدو ژمنې کېږي، دوی د ولایتي چارواکو د دې تاریخې جومات د جوړیدو غوښتنه کوي.
په ورته مهال د ننګرهار والي شامحمود میاخیل وایي، د دغه جومات د جوړیدو چارې یې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد ادارې ته سپارلي دي.
میاخیل وایي، د یاد جومات نقشه نادرکه شوې او هڅه کوي چې دغه نقشه راپیدا او پاتې چارې یې بشپړې شي.
بل لور ته د جمهوري ریاست عملیاتي واحد پلاوی د یاد جومات د پاتې کارونو د لیدنې په هدف ننګرهار ته تللی دی.
د عملیاتي واحد ادارې مشر سیدعمران سادات وایي، د سپین جومات د جوړوېدو وروستي ډیزان وروسته به یې ډېر ژر د جوړېدو چارې پیل شي.
د سپین جومات په نوې بڼه د جوړېدو چارې اووه کاله وړاندې پیل شوې، خو د فساد له کبله یې کارونه وځنډول شول او څه موده وړاندې یې د بیا جوړیدو چارې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ته وسپارل شوې خو اوس یې بیا کارونه د ځینو ستونزو له امله ځنډیدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA