ads

د لغمان په نننۍ موټر بم چاودنه کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په لغمان کې د علیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته د افغان ځواکونو پر قراول د مازدا ډوله موټر بم چاودنه وشوه. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، نن سهار پنځه او ۵۰ دقیقې د علیشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې د افغان ځواکونو پر قراول د مازدا ډوله موټر چاودنه شوې، چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1398
د لغمان په نننۍ موټر بم چاودنه کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
په لغمان کې موټر بم چاودنه

په لغمان کې د علیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته د افغان ځواکونو پر قراول د مازدا ډوله موټر بم چاودنه وشوه.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، نن سهار پنځه او ۵۰ دقیقې د علیشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې د افغان ځواکونو پر قراول د مازدا ډوله موټر چاودنه شوې، چې پر مهال یې دوه افغان سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ولسوالۍ ته نېږدې یوه دیني مدرسه او جومات و، چې د چاودنې د شدت له کبله په زده کوونکو ښیښې رالوېدلې او ۲۰ زده کوونکي هم پکې ټپیان شوي دي.
ټپیان ټول د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.
وسله والو طالبانو د دغه برید پړه ومنله او لسګونه افغان سرتیرو ته یې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA