د پاکستان لومړي وزیر عمران او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدلعزیز په دغه کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د همکارو د زمینې پر برابرېدو او په سیمه پر وروستیو بدلونونو خبرې او بحث وکړ.
عمران خان د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدلعزیز ته وویل، چې ټرمپ له نوموړي غوښتنه کړې چې د ایران او سعودي عربستان تر منځ د روانو شخړو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.
دا په کابو یوه میاشت کې سعودي عربستان ته د عمران خان دویم سفر دی.
تر دې وړاندې عمران خان ایران ته لاړ او د یاد هېواد د جمهور رییس حسن روحاني په ګډون یې له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره په کتنه کې په سیمه کې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان او ایران تر منځ په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د روانو شخړو په تړاو اړیکې خورا ترینکلې شوې دي.