ads

د وطندار په نوم د ځوانانو کلتوري او فرهنګي ډله خوست ته ورسېده

خوست ولايت ته د هېواد له ۲۱ ولایتونو څخه نېږدې ۹۰ تنو ځوانانو د وطندار په نوم فرهنګي او کلتوري سفر وکړ. راغلي ځوانان وايي، دلته سمت، قوم او ژبې ته باید د پای ټکی کېښودل شي او د دغه هېواد هر وګړی افغان دی او څوک چې قوم او ژبې ته ترجیح ورکوي، افغانان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1398
د وطندار په نوم د ځوانانو کلتوري او فرهنګي ډله خوست ته ورسېده
خوست ته د وطنداره فرهنګي ډلې سفر

خوست ولايت ته د هېواد له ۲۱ ولایتونو څخه نېږدې ۹۰ تنو ځوانانو د وطندار په نوم فرهنګي او کلتوري سفر وکړ.
راغلي ځوانان وايي، دلته سمت، قوم او ژبې ته باید د پای ټکی کېښودل شي او د دغه هېواد هر وګړی افغان دی او څوک چې قوم او ژبې ته ترجیح ورکوي، افغانان نه دي.
د وطندار په نوم د راغلو ځوانانو یو تن مشر عبدالستار دهزاد وايي، دوی د قوم او ژبې په نوم څه نه پېژني او د همدې تبعیض د له منځه وړلو په هدف راوتلي دي.
هغه وایي، د وطندار پروګرام یو هدف دادی، چې دوی یووالي او وروروالۍ ته خلک راوبولي.
د ځوانانو د راغلي ټولي دوه نور غړي کفایت الله سلیمي او خديجه اشرفي هم څرګندوي چې د وطندار په نوم پروګرام د تبعیض د له منځه وړلو ترڅنګ بل هدف دادی، چې د مختلفو ولایتونو ځوانان له یو بل سره اشنايي پيداکړي، د یوې سیمې کلتور او فرهنګ بلې سیمې ته ولېږدوي.
د نسیمې په نوم یوه خوستۍ پېغله وایي، خوښه ده چې خوست د نورو ولایتونو د ځوانانو کوربتوب کوي، خو وايي، دا ډول پروګرامونه دې زیات شي، ترڅو د ځوانانو په منځ کې مینه او یووالی پيداشي.
د یادونې ده، چې د وطندار په نوم جوړ شوي پروګرام ځوانانو له دې وړاندې د هېواد اوه نورو ولایتونو ته هم ورته سفرونه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA