ads

د جګړو له کبله له بېځایه شوو ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست په چوکاټ کې د ریلیف موسیسې په مالي مرسته له ۲۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه. د چارواکو د معلوماتو له مخې، پکتیکا ته له ګاونډیو ولایتونو او په دغه ولایت کې دننه نېږدې ۷۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ موجودي دي؛ چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1398
د جګړو له کبله له بېځایه شوو ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
له بې ځایه شوو کسانو سره د مرستې لړۍ

د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست په چوکاټ کې د ریلیف موسیسې په مالي مرسته له ۲۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، پکتیکا ته له ګاونډیو ولایتونو او په دغه ولایت کې دننه نېږدې ۷۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ موجودي دي؛ چې د جګړو له کبله يي کډه کړې او خپل کورونه يي پراېښي دي.
دوی وايي، له یادو ټولو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکیو مرسته کوي، خو اوس مهال دوه سوه کورنیو ته دا مرسته پیل شوې او پاتې هغو ته به يې هم ډېر ژر د مرستو لړۍ پیل شي.
د جګړو او نا امنۍ له کبله پر سلګونو داخلي بېځایه شوو کورنیو سربېره، پکتیکا ته له ګاونډي هېواد پاکستان څخه هم ډېر شمېر کورنۍ را کډه شوې دي.
له دوی سره تر دې وړاندې هم یوه اندازه مرسته شوي، خو دا خلک لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.
د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست نور ولي نعیمي کلید ته وویل، دغه ولایت ته نېږدې ۷۰۰ کورنۍ راکډه شوې دي.
هغه څرګندوي چې ټولو ته به يې پر خپل وخت مرسته ورسېږي ، خو اوس مهال يې له دې ډلې ۲۰۰ کورنیو ته د مرستي لړۍ پیل شوې ده.
نعیمي وايي دا مرسته د ریلیف موسیسې په ګډون د کلیو او پراختیا ریاست او یونیسف ګډه همکاري ده، چې هرې کورنۍ ته يي اتلس زره افغانۍ نغدي مرسته او ځينې نور توکي ورکول کېږې.
د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شيرپادشاه ارګونی وايي، دا څه به وکولای شي چې د یادو کډوالو لومړنۍ اړتیاوې تر یو بریده پوره کړي.
هغه وايي، دولت ژمن دی چې د دغو کسانو ټولو ستونزو ته رسیده ګي وکړي او وخت پر وخت ورسره دا ډول مرستې وکړي.
د غزني ولایت خوګياڼو سیمي څخه د پکتیکا مرکزښرنې ته را کډه شوي ۷۰ کلن سپین ږیري محمدخان له کلید سره په خبرو کې وویل، په خپله سیمه کې د نا امنۍ له کبله دې ته مجبور شو چې کلی پرېږدي او یو خوندي ځای ته ځان ورسوي.
هغه وايي هر ورځ به هلته جنګونه، بمبار او چاودني وي، پر خپل اولاد وېرېدم ، له همدې وجي مې دلته کډه را وکړه.
پکتیکا ته د جنګونو له امله را کډه شوي کورنۍ چې زیاتره يي د مرکز ښرنې اړوند په بیلابیلو کلیو کې میشتي دي، ژوند يي له ډیرو کړاونو سره مخ دی او ډیری هغه يي د ژمي ساړه موسم په را نږدي کیدو خورا اندیښمني دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA