ads

د ارزګان د پوهنې ریاست وایي، ولس دې د پوهنې له بهیر سره همکاري وکړي

په ارزګان کې د پوهنې رياست چارواکي د زده کوونکو له کورنيو څخه غوښتنه کوي، چې د ښوونځي د فعاليت لپاره دې د پوهنې له رياست سره مرسته وکړي. د ارزګان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم همتزی وايي، د دغه ولایت د يو شمېر سيمو خلک د پوهنې له رياست سره همکاري نه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1398
د ارزګان د پوهنې ریاست وایي، ولس دې د پوهنې له بهیر سره همکاري وکړي
د ارزګان ولایت د ښونځیو زده کوونکي

په ارزګان کې د پوهنې رياست چارواکي د زده کوونکو له کورنيو څخه غوښتنه کوي، چې د ښوونځي د فعاليت لپاره دې د پوهنې له رياست سره مرسته وکړي.
د ارزګان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم همتزی وايي، د دغه ولایت د يو شمېر سيمو خلک د پوهنې له رياست سره همکاري نه کوي، چې له کبله یې د ښوونځیو درسي بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی او نېږدې دی چې وتړل شي.
نوړي له ولسه غوښتنه وکړه، چې خپلې مشورې ورسره شریکې کړي، تر څو زده کوونکو ته منظم درسي چاپېریال رامنځ ته کړي.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې يو شمېر کسان بیا د روغتیا پر پاک ساتلو وږغېدل او له کورنيو څخه یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښې روغتیا لپاره دې نظافت مراعت کړي.
دا په داسي حال کې دی، چې تردې وړاندې د ارزوګان د پوهنې رياست چارواکو خبر ورکړی و، چې د قومي مخورو په منځګړيتوب یې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې لسکونه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA