ads

د افغانستان د کورنيو محصولاتو لپاره نوی مارکېټ وموندل شو

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، له قزاقستان هېواد سره يې داسې يوه هوکړه کړې، چې له مخې يې د افغانستان د کرنيزو محصولاتو ډېره برخه پر قزاقستان پلورلی شي. د کرنې اوبولګونې سرپرست وزير حشمت الله غفوري دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کرنيزو توليداتو د څلور ورځيني نندارتون د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1398
د افغانستان د کورنيو محصولاتو لپاره نوی مارکېټ وموندل شو
نندارتون

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، له قزاقستان هېواد سره يې داسې يوه هوکړه کړې، چې له مخې يې د افغانستان د کرنيزو محصولاتو ډېره برخه پر قزاقستان پلورلی شي.
د کرنې اوبولګونې سرپرست وزير حشمت الله غفوري دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کرنيزو توليداتو د څلور ورځيني نندارتون د پرانيستې پر مهال وکړې.
په دغه نندارتون کې د هېواد له ګوډ ګوډ څخه کورني محصولات نندارې ته وړاندې شول او په کورنیو تولیداتو پوښل شوی چاپېریال خورا په زړه پورې برېښېده.
د کرنې وزارت په داسې حال کې د افغانستان کورنيو محصولاتو ته د نوي مارکيټ موندلو زيری ورکوي، چې دمګړۍ په هېواد کې د بزګرانو يوازينۍ غوښتنه د مارکيټ موندنه ده.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د پراختيايي چارو مشر حبيب الله حبيبي هم مني، چې سږکال د افغانستان کورنيو محصولاتو لپاره د پام وړ بازارموندنه نه ده شوې.
خو بل پلو په کابل کې ځينې سوداګرې بيا وايي، بازار موندنه د توليد پر کيفيت پورې تړاو لري.
سوداګرې پرورش اورياخيل کليد ته وويل، که زموږ د کورنيو محصولاتو توليد ښه کيفيت ولري، ډېر ژر به د بازار موندنې ستونزې حل شي.
بزګران وايي، تر ډېره يې ستونزې حل شوي دي؛ خو کورنيو محصولاتو ته دبازار د نشت تر څنګ، د سړو خونو ستونزه او د تازه مېوې لپاره د فابريکې جوړول يې د اړتيا وړ هغه غوښتنې دي چې بايد ورته جدي پاملرنه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA